Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې یوه ښځه له اته میاشتې شکنجې وروسته د خپل خاوند له کورني بنده خوشې شوې ده.
د سمنګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ مربوطاتو کې د تېلو یوه پمپ کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې درې میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومان په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د سمنګان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې یو کس چې تېره شپه یې خپله مېرمن وژلې ده، نیول شوی دی.
سمنګان کې امنیتي سرچینې وايي، یوه ځوان د دغه ولایت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې خپل پلار د چرهیي ټوپک په ډز وژلی دی.
سمنګان کې سرچينې وايي چې د دغه ولایت اړوند د ایبک – بغلان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله ۷ کسان ټپيان شوي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ۱۴۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شپږ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سمنګان ځایي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز او ځيني ولسوالیو کې د ملخانو د له منځه وړلو کمپاین له پیلېدو خبر ورکړی دی.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت حضرتسلطان ولسوالۍ په غزنیګک سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال پسرلنۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د «کندهاریانو» لوبډلې په اتلولۍ او د «سرکنده» لوبډلې په نایباتلولۍ پای ته ورسېدې.
سمنګان کې یو شمېر بڼوال وایي چې د وروستیو ورښتونو له امله ځینې نباتي ناروغۍ لکه شاټحول او شکرک خپرې شوې او د دوی باغونه یې زیانمن کړي دي.
سمنګان کې روغتیایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP