Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي چې د سوالګرو ټولولو لړۍ به څو ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې د پلعلم ښار او ولسواليو څخه ټول سوالګر راټول شي.
مسوولین وايي چې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څه باندې ۶۰۰ سوالګر ټول شوي چې تر ارزونې وروسته به مستحقو کسانو ته میاشتنی معاش وټاکل شي.
د افغانستان عدلیې وزارت وایي چې د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د اروزګان والي وایي، د سوالګرو راټولولو په موخه یې ګډه کمېټه جوړه کړې چې له ښار څخه به سوالګر راټولوي او مستحقو ته به یې د کار زمینه برابروي.
خوست کې د یوه ګډ دولتي پلاوي له لوري د سوالګرو ټولولو کمپاین پيل شو.
سمنګان کې ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې نن رسماً د سوالګرو د ټولولو او د هغو د بایومتریک لړۍ پیل شوه او له مستحقو سوالګرو به ملاتړ وشي.
د بامیان ځایي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د سوالګرو ټولولو او د هغوی د بایومټریک لړۍ رسماً پیل شوه.
د سوالګرو ټولولو کمېټې له کابل ښاره د نږدې ۳۰ زره سوالګرو ټولولو خبر ورکوي او وایي، ډېری سوالګر غیرمستحق او حرفوي دي او په دې وروستیو کې ځينو یې د سوالګرۍ بڼه بدله کړې ده.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت وايي، تر اوسه د کابل ښار له بېلابېلو سيمو نږدې ۲۰ زره سوالګر راټول شوي چې څه باندې ۱۱۶۰۰ یې حرفوي سوالګر دي.
د نيمروز ځايي سرچينې پر ٢٠٠ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي او وايي چې هر يوه سوالګر ته به د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
د پژواک موندنو له مخې، د راټول شوو سوالګرو له ډلې ٦٧ سلنه حرفوي او ٣٣ سلنه مستحق کسان دي چې د حرفوي سوالګرو له ډلې بیا ٧٥ سلنه ښځې دي.
د بامیان ولایت مسوولین وایي، په دغه ولایت کې يې د سوالګرو راټولولو او هغو ته د حقوقو ټاکلو پروسه یې پېل کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP