د ځینو رسنیو مسوولین وايي چې د سوداګریزو خبرتیاوو په کمېدو سره یې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکوي چې پر داسې یوې طرحه کار کوي چې له مخې به یې د برېښنا لګښتونو په برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي.