د اسلامي امارت ویاند وایي چې پرون په ټولیز ډول ۹۴ واګونونه سوداګریز توکي له ایرانه د هرات روزنک تمځای ته رارسېدلي او د خواف – هرات رېلپټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقال په عادي ډول روان دی.