د بلخ امنیه قومانداني وایي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یو سپینږیری د بېل په ګوزارونو وژلی دی.
د تخار ولايت اوسېدونکی، ۷۰ کلن سپینږیری چې د وروستيو جګړو له امله يې د خپلې مېرمنې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي وايي، له جګړې ستړی شوی او اوس يې يوازينۍ هيله دايمي سوله ده.