په میدان وردګو کې چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ميدانښار، جلریز، چک، سیداباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې د درنو سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه، څلور ټپيان او لسګونه نادرکه شوي دي.
د لوګر په مرکز او څلورو ولسواليو کې سيلابونو درې زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې او يو کس هم له امله یې مړ شوى دى.
غزني کې سيمه يیز مسؤولین وايي، د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ کې نن ورځ شاوخوا درې بجې د يوې ناچاوده توکي د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او يو بل سخت ټپي دی.