د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د ثبت بهیر له پیله راهیسې تر اوسه ۱۸ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې ۱،۶ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.