د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په راتلونکو څلورو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی او خلک دې دغو سیمو ته له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي.