د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، له شبرغان تر الوان دښتې او بيا د کابل تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په دغو سيمو کې د سب سټېشنونو د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره دې د تمویل سرچينې وڅېړل شي او تر هغه وروسته دې يې چارې پيل شي.