د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتېدو د ټینګار ترڅنګ له ایراني چارواکو غوښتي چې یاد بندر ته د افغانستان لاسرسی اسانه کړي.
د افغانستان د رېلپټلۍ له لارې په تېره يوه اونۍ کې ۳۹۳۳۸ ټنه توکي هېواد ته وارد او ۴۰۴۶ مټریک ټنه صادر شوي دي.