د عامې روغتیا سرپرست وزیر په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د اذربایجان هېواد د ونډې او نورو بېلابېلو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره په لیدنه کې د روغتیایي ځالو معیاري کولو، د ګرځنډه روغتیایي ټیمونو پیاوړتیا او د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.