د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د کابل طبي علومو پوهنتون د علياباد په تدریسي روغتون کې د ۴۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې د ۲۵۰ بستریز ملي مرکز جوړولو چارې بېرته پیل شوې.