د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د شیدو د تولید په موخه د غواګانو ساتلو صنعت پراختیا موندلې او د مېرمنو په ګډون سلګونه کسان له دې لارې خپلې ورځنۍ اقتصادي چارې سمبالوي.