د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د امنیت ښه ټینګښت له امله د دغه ولایت فرخار ولسوالۍ ته د ګرځندویانو ورتګ ډېر شوی دی.