د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د قرغيزستان له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ترانسپورټي او ترانزيټي اړیکو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر ډېرېدو خبرې کړې دي.