د هېواد ځینو سیاسیونو هرات کې پر لمونځکوونکو برید د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بللی، اروپايي ټولنې، ترکیې او ایران هم غندلی او یوناما ویلي چې په بېړني ډول د دغه برید څېړلو ته اړتیا ده.
کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې یوه ناپېژانده وسلهوال پر لمونځکوونکو ډزې کړي چې له امله یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپی دی.