د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم او شپږو ولسوالیو کې یې غواګانو ته د پوستکي ویروسي ناروغۍ/ Lumpy Skin ضد واکسین پیل کړی چې په لړ کې به یې ۹زره غواګانې واکسین شي.