Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د لوګر په ازرې او خوښۍ او د هلمند په بغني ولسوالۍ کې له څه کم ۱۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د لوګر ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۵۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ یا غېږنیونې یوه ورځنۍ سیالۍ وشوې.
د لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي چې د سوالګرو ټولولو لړۍ به څو ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې د پلعلم ښار او ولسواليو څخه ټول سوالګر راټول شي.
د لوګر په مرکز پلعلم کې ۱۱ ټنه له وخته تېر درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د لوګر په مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د یوه خیریه بنسټ له لوري په مرکز پلعلم کې زرو بې وزلو زدهکوونکو ته درسي توکي ووېشل شول.
په لوګر ولایت کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو د احاطې دیوالونو او ځینو نورو مهمو برخو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د نهه میلیون افغانیو په لګښت په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۹ بېلابېلو ودانیو بیارغونه پيل شوه.
د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د لوګر چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا مزو غځولو عملي چارې پیل شوې.
د لوګر په برهکېبرک ولسوالۍ کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP