د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېره یوه اونۍ کې یې د دغه ولایت د ګرمسیر، ګرشک او موسیکلا ولسوالیو په روغتونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص «جن اېکسپرټ» درې پایې ماشینونه فعال کړي دي .
د هلمند ځایي مسوولین وایي، چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو له افغان کډوالو سره د ډنمارک کمېټې په مالي همکارۍ ۲۲۰ تنو بزګرانو ته کرنیز ماشینونه ورکړل شول.