د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو مالي بنسټونو غوښتي چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي؛ ځکه دغو محدودیتونو په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.