د مالیې وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې په افغانستان کې ۵۲۰ بهرنیو بنسټونو او انجوګانو ته چې د بشري مرستو په برخو کې فعالیت کوي، مالیاتي معافیت ورکړل شوی او له امله يې دغه وزارت شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ عواید له لاسه ورکړي دي.