Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د مالیې وزارت وایي چې د اش، مکروني، د کچالو چپسو، تعمیراتي رنګ، د نیمه پروسس شوو بوتلونو، د کاغذي دستمال، کارتن، د اوبو کولر، خاورین لوښو، د درملو خام موادو او التونسا پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د مالیې وزارت وایي، په دولتي ادارو کې به ټولې ښځینه کارکوونکې د پخوا په څېر خپل معاشونه ترلاسه کوي او یوازې هغو ښځینه کارکوونکو ته به پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي چې په کور ناستې دي.
د ماليې وزارت وایي چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو هغه ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې چې د مـلي عوايـدو او کاري فرصتونـو د زياتوالي، د ملي اقتصاد د پياوړتيا او مـلي بودجـې پـه ښـه تمويـل كـې مهـم رول لوبوي.
مالیې وزارت وایې چې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ ودې او د دولتي عوایدو زیاتوالي اصل ته په کتو یې د نهه قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، خصوصي شرکتونو ته د هغو پروژو د شوي کار، تضمیناتو او تأمیناتو پیسې ورکوي چې تېر حکومت کې له اختیاري بودجې ترسره شوې دي.
د مالیې وزارت وايي، په بوریو کې د راواردېدونکو وچو شیدو، د تعمیراتي رنګ، د پلاستیکي یووار مصرف لوښو، د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو، د ترکي بخاریو، د تریشر ماشینونو، د مالټو او کینو او د مصنوعي پنبې پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
د مالیې وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږنیمو میاشتو کې یې د هېواد په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۹۴ زره ټنه بېکیفیته او ممنوعه توکي نیولي چې په قاچاقي ډول هېواد ته را واردېدل.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو ۶۳۰ کیلوګرامه د انسان وېښتانو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د مالیې وزارت د درزلرونکو جستي اوسپنیزو نلونو وارداتي ګمرکي تعرفه له لس سلنې شل سلنې او د وارداتي بیټریو له پنځه سلنې اته سلنې ته لوړه کړې او چسپ لرونکې ښیښهیي پلاستیکي کڅوړو ته یې ۲۵ سلنه تعرفه ټاکلې ده.
کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت د مالیې وزارت هېواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو پر وارداتو بندیز ولګول. ددغه وزارت لخوا
مالیې وزارت وایي، اهل ته د کار سپارلو په موخه یې د پوهنتونونو له ممتازو ۳۲۰ محصلینو په دغه وزارت کې د ګومارنې په موخه ازموینه واخیسته او دغه چاره به هر کال ترسره کوي.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي پړاوونو د ساده کولو په موخه له دې وروسته به د معارف اعانه په ګمرکي اظهارلیک کې اخیستل کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن