کروشیا د فوټبال نړۍوال جام سیالیو د درېیم مقام لپاره په یوه لوبه کې مراکش ته په ماتې ورکولو سره د برونز مډال ترلاسه او درېیم مقام یې خپل کړ.
په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې فرانسې مراکش ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده او اوس به له ارجنټاین سره لوبه کوي.
د فوټبال په تاریخ کې مراکش لومړی عرب افریقایي او دویم اسلامي هېواد شو چې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.