خلک د کابل انتاني او اتاترک روغتونونو له چوپړ څخه خوښ دي چې ناروغانو ته یې د وړیا معاینو او درملو زمینه برابرې کړې ده؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، اوس له ځینو پرته په ټولو دولتي روغتونونو کې همدا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.