Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په کچه د ملاریا نږدې ۵۰ زره او د ډينګي ناروغۍ ۱۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
کامرون کې یوې نجلۍ ته د ملاریا لومړني واکسین له تزریق کېدو وروسته د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه واکسین موثرتوب په صورت کې به هڅه وکړي څو دغه واکسین له مرستهکوونکو ترلاسه کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د مخنیوي لپاره د «ار۲۱ ماټریکس ـ اېم» واکسین د جوړېدو خبر ورکړی، وایي چې د راتلونکي کال تر پایه به هېوادونو ته ورکړل شي.
کونړ کې روغتيايي سرچینې وايي، د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ملاریا اووه زره ۳۲۸ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې پنځه زره ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د وړم کال په پرتله د ملاریا پېښې ۴۵ سلنه ډېرې شوې او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښت څو له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام، په افغانستان کې له ملاریا سره د مبارزې په برخه کې د مرستو چمتووالي اعلان کړی او ویلي چې د یادې ناروغۍ ډېری مثبتې پېښې د افغانستان په ختیځ کې ثبت شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP