پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو اختریزو پیغامونو کې ملي یووالی او قومي تنوع ته درناوی د هېواد د پرمختګ لاملونه بللي دي.
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزیر وايي چې له سیاسي تحول وروسته په ټول هېواد کې ملي یووالي رامنځته شوی، د ټولو حقوق خوندي دي او څوک پرې تېری نه شي کولای.