د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د زور کارول حل لاره نه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني او بیا له هغه وروسته منځني ختیځ ته سفر کوي.
د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د سترو سیمهییزو پروژو عملي کولو، د سرحدي سیمو امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښهوالي او له یو شمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی.
منځني ختیځ کې د کړکېچ په ډېرېدو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو اترو په موخه د سوریې پلازمینې دمشق ته تللی دی.
د جي اووه ډلې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له هر هغه اقدامه دې لاس واخلي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو لامل ګرځي.
د راپورونو پربنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند طرحې عملي کېدو په تړاو د خبرو اترو په موخه منځني ختیځ ته سفر کوي.