د کابل – غور او غور – هرات لویېلارې او د غور د ۹ ولسوالیو مواصلاتي لارې له تېرې شپې راهیسې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د تګراتګ پرمخ تړل شوې دي.
د ژمي له رارسېدو او د سېلابونو راوتلو سره هممهاله، د تخار د چاهاب ولسوالۍ اوسېدونکي د مواصلاتي لارې له نشتوالي شکايت کوي او وايي، هر کال په پسرلي او ژمي کې په ساعتونو په اوبو او خټو کې ایسار پاتې کېږي.