Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل ختیځ لور مسافروړونکو وسایطو ترمینل – چې نن یې کار پیل شو- پر ۷،۳ جریب ځمکه، د ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړیږي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د سالنګ لویه لار چې د وروستۍ واورې او توپان له امله تړل شوې وه، د مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
د ننګرهار ولايت د عدليې ریاست له لوري په جلالاباد ښار کې له قانونه د سرغړونې او خپل سرو کړنو ترسره کولو له امله نهه موټر پلورنځي تړل شوي دي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د نیمروز ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو لپاره تمځای جوړ شو.
د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګونو لویه لار نن سهار لس بجې له شمال څخه سوېل ته د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیستل شوه.
د راپورونو له مخې، د خيبر پښتونخوا په کرمه کې د سپرلۍ موټرو پر یوه کاروان د وسلهوالو د بريد له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له نقلیه وسایطو ۶۵۰۰ لایزري او غیرمعیاري څراغونه لرې کړي او دا لړۍ دوام لري.
د لوګر ترافیکو مدیریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او محمداغې ولسوالۍ مربوطاتو کې یې د کابل – لوګر پر عمومي لار د موټرونو د ګړندي تګ کنټرول پيل کړی دی.
د بلخ ولایت حیرتان دوهلاره کې د څه باندې ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د باروړونکو موټر لپاره د یوه ترمینل جوړولو چارې پیل شوې.
يو شمېر افغان سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، پاکستان پر غلامخان بندر ډېر محدود شمېر بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکوي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د شخصي وسايطو د تورو ښیښو سپینولو، دولتي نښو او ناقانونه هارنونو لرې کولو کمپاين پيل کړی دی.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د تمځایونو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې له امله يې بېنظمي او ترافيکي ګڼهګوڼه ډېره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP