ځایي مسوولین وايي، اوس مهال په کندهار کې د چرګوړو (چوزې) د تولید په څو فابریکو کې هره میاشت نږدې دوه میلیونه چرګوړي تولیديږي چې د دغه ولایت د غوښې چرګانو فارمونو د ۷۰ سلنې اړتیا پوره کولو ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم ځي.