د ټکنالوجۍ په اوسني عصر کې موبایل د ورځني ژوند پر یوه نه بېلېدونکې برخه بدل شوی، ډاکټران وايي چې د میندوارۍ پر مهال د موبایل له حده ډېر کارول کولای شي د مور او د هغې د ماشوم د روغتیا لپاره خطر رامنځته کړي.