د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۵ کیلوګرامه چرس، ۲۴ ګرامه تریاک او ۱۹۹ ټابلیټ کا ګولۍ کشف او ترلاسه کړې او په تړاو یې ۳ کسان هم نیول شوي دي.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې يې د عملیاتو پرمهال یوه اندازه وسلې او لسګونه کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه کړي دي.