ارجنټاین چې د فوټبال په نړۍجام کې یې خپله لومړۍ لوبه کمزورې لوبډلې سعودي ته بایللې وه، د دې سیالیو په نیمه پایلوبه کې کروشیا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په کوارټرفاینل لوبو کې ارجنټاین هالنډ او کروشیا برازیل ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ولاړل.
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې کمیرون پیاوړې لوبډلې برازیل ته ماتې ورکړه او له دې سره د دې سیالیو د دویم پړاو ۱۶ لوبډلې په ډاګه شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ۲۰ اووریز نړۍوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه او څلور احتیاطي لوبغاړي هم په پام کې نيول شوي دي.