Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په کابل کې د علماوو او قومي مشرانو غونډې ګډونوالو ویلي، ا.ا دې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او عصر له غوښتنو سره سم له لازمې تګلارې کار واخلي او نړۍ دې هم مسوولانه چلند وکړي څو د دواړو لورو ترمنځ بشپړ رسمي تعامل ته زمينه برابره شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د یوناما له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، ا.ا غواړي نور په افغانستان کې د جګړې پاڼه واړوي؛ له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له مقابل لوري هم ورته هيله لري.
د ملګرو ملتونو علمي، ښوونځیز او فرهنګي اداره یا یونسکو یوه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې ۱۱۸،۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان نن د زمري ۳مه «د ډوبېدو مخنیوي نړۍوالې ورځې» په مناسبت وایي، په نړۍ کې هر کال اوبو کې د ډوبېدو له امله څه د پاسه ۲۳۶ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیون نجونې ښوونځي ته لاسرسی نه لري چې له نیمایي ډېرې يې په بحرانځپلو هېوادونو کې ژوند کوي.
. . .
د قابلهګانو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې نړۍ له ۹۰۰ زره د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندېکوونکو له کمښت سره مخ ده.
ملګري ملتونه وایي چې په تېره یوه لسیزه کې د نړۍ په کچه نږدې زر خبریالانو د حقایقو موندلو په لټه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې وایي، د هېواد لرو سيمو ته به معياري روغتيايي خدمات رسوي، پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې اوږه په اوږه ودرېږي او د روغتيايي سکټور ملاتړ وکړي، څو د هېواد هر وګړی د روغتيا په برخه کې له خپلو حقونو برخمن شي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزي برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ او له نړۍ یې هم وغوښتل چې له افغانستان سره په دې برخې کې اړینې مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هر کال په ټوله نړۍ کې د ترافیکي پېښو له امله ۳،۱ میلیون کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د راپورونو له مخې، د نړۍ نفوس اته میلیارد کسانو ته رسېدلی چې د شمېرو پر اساس، په تېرو نږدې ۵۰ کلونو کې په دغه شمېر کې څلور میلیارد زیاتوالی راغلی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن