د تخار ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست چارواکي وایي، د لومړي ځل لپاره وتوانېدل چې د هوا د ککړتیا مخنیوی په موخه، د تالقان ښار په یوه غېر مسکوني سیمه کې په معیاري ډول د طبي پاتېشونو سوځولو یوه بټۍ جوړه کړي.