د واجدالله په نوم یو بېوزلی ځوان چې هره ورځ ښوونځي ته له تلو مخکې به یې تر غرمې پورې په خوست ښار کې لاسي کراچۍ ګرځوله، د سږني کانکور له لارې د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.