د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
د اروزګان سیمهییزې سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو کسانو د نایجریا په شماللویدیځ کې پر دوو کلیو د برید پایله کې ۲۴ کسان په ډزو وژلي او یو شمېر ماشومان یې تښتولي دي.
د کندهار پخوانی سناتور محمدعمر شېرزاد وایي، وسلهوالو کسانو یې کابل کې له کوره زرهي موټر بیولی خو امنیې قوماندانۍ وویل، دا پېښه تر څېړنو لاندې ده، هیله شته دغه وسلهوال ونیول شي.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې موټرسایکلسپرو وسلهوالو پر یوه کس ډزې کړې او وژلی یې دی.
د کابل ښار په اتمه حوزه کې وسلهوالو غلو یو هټۍوال او یو پېرېدونکی ټپیان کړي او له دوکانداره یې موبایل او پیسې هم وړې دي.
په لوګر کې د يوې کورنۍ څلور غړي او په غزني کې دوه ځوانان د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.