کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د کابل ښار په اتمه حوزه کې وسلهوالو یو هټۍوال او یو پېرېدونکی ټپیان کړي او له دوکانداره یې موبایل او پیسې هم وړې دي.
یوه عیني شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د رحمان مېنې ستانکزي مینې ته مخامخ نن ماسپښين دوه نیمې بجې څو وسلهوال د خوراکي توکو یوه پلورنځي ته ورغلي دي.
دی وايي، وسلهوالو کسانو هټۍوال لومړی برسېرن وهلی او بیا یې ترې موبایل او د دوکان پیسې وړې دي.
خو سرچینې نه دي ویلي چې څومره پیسې یې وړې دي.
هغه زیاته کړه، په همدغه شېبه کې یوه پېرېدونکی دوکان ته ورغلی، وسلهوالو هغه هم رانیولی او ټپي کړی یې دی.
سرچینې وویل، د وسلهوالو له ډلې یو کس د حوزې پولیسو پېژندلی او ژمنه یې کړې چې ژر به یې ونیسي.
د اتمې حوزې د کشف مسوول مولوي صدیقالله پېښه تاییدوي او وايي چې عامل به یې ډېر ژر ونیسي او قضايي ارګانونو ته به یې ور وپېژني.
پژواک دغه موضوع د کابل امنیه قوماندانۍ له ویاند خالد ځدران سره هم شریکه کړه، خو ځواب یې ور نه کړ.