د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د ولور اخیستل غیر شرعي عمل بللی، په همدې تړاو یې «د ښځو مهر او ولور» تر عنوان لاندې خطبه جوړه کړې او د ټولو جوماتونو خطیبانو ته لارښوونه شوې چې د نن ورځې (جمعې) په خطبه کې پر همدې موضوع تبلیغ وکړي.