Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختې وچکالۍ له امله کروندګر له رواني فشار او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ ځیني یې د خپلو سیمو پرېښودو ته هم اړ شوي او له حکومت او نړۍوالو د مرستو غوښتنه کوي.
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله نږدې ټول للمي او ۵۰ سلنه اوبیز کښتونه وچ شوي؛ بلخوا، کروندګر او مالداران هم دغه وضعیت اندېښمن کړي او د مرستې غوښتنه کوي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د وچکالۍ له امله یې فصلونه او ۵۰ کلن باغونه وچ شوي او که دغه حالت دوام وکړي اړ دي نورو سیمو ته کډې وکړي.
لښکرګاه (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د هلمند د نوزاد ولسوالۍ خلک وايي، وروستیو وچکالیو سخت ځپلي او له حکومته غواړي چې د دې ولسوالۍ په
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله کروندګر نه دي توانېدلي چې په خپلو کرنیزو ځمکو کې څه وکري او مسوولین باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
په هرات ولایت کې د وچکالۍ او د اوبو کمښت له امله په داسې حال کې د شولو پر کرلو بندیز لګول شوی چې په دغه ولایت کې یو شمېر کروندګر له ځايي مسوولینو غواړي څو د یوه منظم پلان له مخې د سلما بند اوبه ورته په واک کې ورکړي.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP