د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بدخشان د پامیر سړک رغولو او دغه راز د لومړي ځل لپاره پامیر کې د یوې مخابراتي شبکې فعالولو وړاندیزونه منل شوي او د ورېښمو لارې پاتې کارونه به هم پیل شي.