Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
شمالي وزیرستان کې ناپېژاندو وسلهوالو د پاکستان نیشنل بانک د میرانشاه څانګې مشر اکبر زمان وژلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پېښور کې یوه ناسته کې د پاکستان ملي سرود د غږېدو پر مهال د افغان سرقونسل د نه درېدو له امله احتجاج کړی، خو د افغان قونسلګرۍ وياند وایي، دغه کار د بېاحترامۍ په نیت نه دی شوی.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالي کې يې پاکستان ته د لسګونو څارويو د قاچاق مخه نيولې او ورسره په تړاو پنځه کسان هم نيول شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له زندانونو د ۲۱ زدهکوونکو په ګډون ۴۴ افغانان خوشې شوي دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۶ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له پاکستان سره يې د «تاد» په نوم يو تړون لاسلیک کړی چې له مخې يې دواړو هېوادونو ته د سوداګريزو لاريو د تګ راتګ اجازه ترلاسه شوې ده.
د پاکستان د پنجاب ایالت په سرحدي ولسوالۍ اټک کې د یوه ښوونځي د زدهکوونکو پر موټر د ناپېژاندو وسلهوالو ډزو کې دوې نجونې زدهکوونکې وژل شوې او د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي که پاکستان وغواړي، اسلامي امارت کولای شي چې د یوه منځګړي په توګه د پاکستان له دولت سره د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د خبرو اترو زمینه اسانه کړي.
له افریقا او سویډن وروسته د پاکستان د عامې روغتیا ادارې هم په یاد هېواد کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ باندې د یو کس د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ تورخم کې د افغان ځواکونو په متقابل برید کې د پاکستان دوې پوستې له منځه وړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP