د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، امنیتي ځواکونه په ګرځنده او ثابت ډول ګومارل شوي څو په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو ساتنه وکړي او خلک پرې نه ږدي چې له ټاکلي وخت مخکې یې حاصلات ټول کړي.