د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د «کاج» په نامه ښوونیز مرکز کې د ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي، خو يوناما وايي د دوی شمېرې ښيي چې په یاد بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان دي.