چرمي موزې «چمبوس» د هېواد په شمال، په ځانګړې توګه تخار ولایت کې یو له پخوانیو او مشهورو لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي او د خلکو ترمنځ خپل مینهوال لري؛ خو اوس دغه صنعت د بهرنیو وارداتو د زیاتوالي له امله د رکود له ګواښ سره مخ دی.