د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ حکومتي مسوولین وايي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د دې ولسوالۍ له سرحدي سیمو څه باندې ۵۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي.
د پکتيا مسوولین وايي چې د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.