داعش ډلې د کابل پر یوه هوټل د هغه پروني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی چې د ایمرجنسي روغتون د معلوماتو له مخې، درې کسان پکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.