د جلالاباد ښار کابل کمپ؛ که اسمان ورېځ شي سلګونه کورنۍ د څښاک له اوبو بېبرخې کېږي
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اړوند «کابل کمپ» سيمه کې د شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ماشومان او لویان د یوه جومات له څاه څخه اوبه وړي، خو له دې څاه یوازې په شین اسمان د لمریزې برېښنا په واسطه اوبه را ایستل کېږي.


