بهرنیو چارو وزارت وایي، خوست او پکتیکا کې د پاکستان الوتکو بمبار په غبرګون کې یې په کابل کې د دغه هېواد سفیر احضار کړ او احتجاجلیک یې ورته وسپاره.
د ملي دفاع وزارت وايي، د کابل ښار شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې دوه کلاشيکوفونه، ١٨ لاسې بمونه او د ایکم یوه مخابره او ځیني مهمات نيول شوي دي.
د افغانستان بانک وايي، سبا (د کب ۲۸مه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د کابل ښار په درېیو ولسوالیو کې یې د ۴۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۱۶ رغنیزو پروژو چارې بشپړې کړې دي.
عدلیې وزارت وایي، د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د نعیم کوچي د زوی او نورو غاصبانو تر غصب لاندې کابو ۱۱۴۵ جریبه ځمکه استرداد او حیدرجان نعیمزوی توقیف شو.
کابل کې د (يواينډيپي) په مالي ملاتړ لسګونو متشبيثینو ته د کوچنيو او منځنيو کچې تشبثاتو لپاره د سوداګرۍ او بازارموندنې ترويج د ملاتړ په موخه درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د کابل ولایت په څلورو ولسوالیو کې په روغتیايي کلینیکونو کې د شپږ میلیون او ۶۵۱ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو څلور شبکې جوړې شوې.
کابل کې تداوي شوي ۵۰۹ روږدي د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه فارغ شول، چارواکي وايي چې د کار زمینه به ورته برابره کړي.
د افغانستان بانک وايي، سبا (یکشنبه د کب ۲۰مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
کابل ښار کې دوهسوه نجونې د «شیخ عبدالقادر جیلاني» له دیني مدرسې فارغې شوې او خپل سندونه یې ترلاسه کړل.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د افغانستان کرنې برخه باید مېکانیزه شي او د قوشتېپې کانال په بشپړیدو سره به افغانستان کې یو بنسټیز کرنیز انقلاب راشي او اسلامي امارت له پنجشېره کابل ته د اوبو انتقال په اړه غور کړی.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخوانی اجرائیوي ریيس وايي، په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړۍوال کنفرانس جوړوي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو برخه کې د نړۍوالو مالي ملاتړ راجلبوي.