د بدخشان امنیه قومانداني وايي، درې ورځې مخکې د دغه ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ په اویر سیمه کې د زرمینځلو د دوو کارګاوو د مالکینو او کارګرو ترمنځ فزیکي نښته کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د امو سیند پر غاړه د یوې غونډۍ ښوېیدو له امله دوو زر مینځونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سیمهییزې سرچینې وایي، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې تر خاورو لاندې ایسار یو کانکیندونکی له څلوېښتو ساعتونو وروسته ژغورل شوی او هیله شته چې دوه نور بند پاتې کسان هم وژغورل شي.